د روسیې ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو پر ایران د امریکا او اسراییلو برید غندلی او دا اقدام یې د نړۍوال قانون بېساری سپکاوی بللی. نوموړي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ويلي، په دې وروستیو کې هره ورځ د نړۍوال امنیتي چوکاټ جوړښت کمزوری کېږي، تخریبېږي او بالاخره خپله بڼه له لاسه ورکوي چې په خبره یې، دا موضوع په ټولو برخو اغېز کوي. دی وايي، پخوا به د جګړې لپاره لږ تر لږه یو دلیل یا کیسه وړاندې کېده، خو اوس ځینې هېوادونه ان د دلیل ښودلو زحمت هم نه باسي او مستقیم برید کوي. شویګو منځني ختیځ کې روان ناسم وضعیت ته په اشارې ویلي، هلته پېښې ډېرې جدي دي او دا به په نړۍ اوږدمهاله منفي اغېزې پرېباسي. یاد لوړپوړي روسي چارواکي ويلي، د هرمز تنګي د یوې ورځې بندېدو زیان شاوخوا ۷ میلیارد ډالرو ته رسېږي. په داسې حال کې دغه اندېښنې او نیوکې شوې، چې امریکا په دې وروستیو میاشتو کې د یو شمېر هېوادونو ځمکنی حریم مات کړی او ګڼو نورو ته یې د برید کولو ګواښونه هم کړي دي.



