د ناروې د کډوالو شورا تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو له امله په خوست ولایت کې د دې ادارې تر ملاتړ لاندې د ۲۱ درسي ټولګیو فعالیتونه درېدلي او د ۶۲۰ څخه د زیاتو زدهکوونکو د زدهکړو بهیر ګډوډ شوی دی. یاد بنسټ د جمعې په ورځ، د کب ۱۵مه په خپلې ایکس پاڼه لیکلي چې زدهکړه، زدهکوونکي او ملکي وګړي باید د جګړو هدف ونه ګرځي. د ناروې د کډوالو شورا د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د جګړو زیاتېدو له امله ماشومان نه شي کولی په خوندي ډول ښوونځیو ته ولاړ شي. یاد بنسټ د جګړو د سمدستي درولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې باید د ماشومانو د خوندي بېرته ستنېدو لپاره خپلو درسي ټولګیو ته لازم شرایط برابر شي.



