جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ابراهیم ځدراڼ د راتلونکو شل اووریزو سیالیو لپاره لوبډلمشر ټاکل شوی


شل اووریزو سیالیو لپاره د تازه ټاکل شوي افغان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ ویلي، ویاړي چې ورته د ملي لوبډلې د مشرتابه ستر مسئولیت سپارل شوی دی. نوموړي په یوه پیغام کې ویلي چې دا د ده لپاره د ویاړ ځای دی، چې د ملي لوبډلې مشري ورسپارل شوې او ژمنه یې کړې، چې په پوره توان به د افغانستان او د هېواد د کرېکټ د لا پرمختګ لپاره کار وکړي. هغه د کرېکټ بورډ له مشرتابه هم مننه کړې، چې پرې یې باور کړی دی. ابراهیم ځدراڼ همدارنګه د پخواني لوبډلمشر راشد خان مننه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي تر دې دمه په اخلاص، هېوادپالنې او بشپړ توان سره د لوبډلې مشري کړې او هڅې یې د ستاینې وړ دي. هغه زیاته کړې، چې هیله لري په راتلونکې کې به هم د راشد خان له تجربو او مشورو څخه ګټه واخیستل شي، څو افغان کرېکټ لا زیات پرمختګ وکړي. تر دې وړاندې راشد خان د افغان لوبډلې د شل اووریزو لوبو لوبډلمشر و، خو د هغه له لرې کېدو وروسته د افغانانو ترمنځ پراخ غبرګونونه هم راپارېدلي دي. ابراهیم په پای کې ویلي: “افغان کرېکټ د ټولو افغانانو ګډه هیله او لوبه ده. په ډاډ سره وایم چې ستاسو د ملاتړ او دعاوو په پایله کې به افغان کرېکټ د لا ډېرو او سترو بریاوو تر پولو رسوو.”

- Advertisment -spot_img