د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریخ میرڅ سره د کتنې په مهال ویلي: “لوی او پراخ بریدونه همدا اوس روان دي.” هغه خبرداری ورکړی: “دوی (ایران) نور هوايي دفاع نه لري، نور هېڅ ډول د کشف سیستمونه هم نه لري، نو هغوی به ډېر سخت زیان وویني.” ټرمپ همدارنګه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران د ستر مشرعلي خامنه یي په ګډون د ایران د مشرتابه ډېری غړي د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي، چې دې کار رژیم له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړی دی. هغه وویل: “ډېری هغه کسان چې زموږ په پام کې وو، وژل شوي دي. اوس بله ډله شته چې د راپورونو له مخې ښايي هغوی هم وژل شوي وي.”



