چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نن د نړیوال جام لومړۍ ستره نیمه پایلوبه ترسره کېږي

د ۲۰۲۶ م کال شل اووریز نړیوال جام په لومړۍ ستره نیمه پایلوبه کې به نن ماښام سویلي افریقا د نیوزیلانډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. سویلي افریقا تر دې دمه د په نړیوال جامونو کې ۱۴ ځله نیمه پایلوبې ته رسېدلې چې ۱۲ ځله یې همدې پړاو ماتې خوړلې ده. ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ م کال شل اووریز نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن چهارشنبې/ د مارچ ۴مه ماښام سویلي افریقا د نیوزیلانډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. سویلي افریقا په نړیوال جام کې تر دې دمه هېڅ ماته نه ده خوړلې او نيوزيلانډ په ګروپي لوبو کې د سويلي افريقا پر وړاندې اسانه ماتې تجربه کړه و او نن ماښام به ورسره د نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې مخامخ کېږي. له دې سره د هند لوبډله هم ممبيي ته ورسېده او د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د نړيوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې له انګليستان سره مخامخ شي. د ۲۰۲۶ م کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلیستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې وه، چې هند، نیوزیلانډ، سویلي افریقا او انګليستان یې نیمه پایلوبې ته ورسېدل. باید وویل شي چې زمبابوې او ویسټ انډیز منځني ختیځ کې د جګړې له امله تر اوسه هند کې بند پاتې او نشي کولی خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

- Advertisment -spot_img