سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان صدراعظم روسیې ته خپل سفر لغوه کړی

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ دوام لري، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف روسیې ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ. په هغه خبرپاڼه کې چې د شریف له دفتره پرون یکشنبې خپره شوې “سیمه ییز او داخلي وضعیت” د دغه سفر د لغوه کیدو لامل بلل شوی دی. د فرانس پرس خبري آژانس د راپور له مخې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سیمه او داخل کې اوسني وضعیت په کتو صدراعظم له سلا مشورو وروسته پرېکړه وکړه، چې روسیې ته خپل سفرچې ټاکل شوې وه د مارچ له دریمې ترپنځمې یې ترسره کړي، وځنډوي. د پاکستان صدراعظم روسیې ته دغه سفر داسې مهال لغوه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې او هم د دواړو لورو ترمنځ د هوایي بریدونو راپورونه ورکول کیږي. د فرانس پرس د راپورله مخې پرون یکشنبې ناوخته په کابل کې د چاودنو غږونه واوریدل شول او د طالبانو حکومت وویل چې ځواکونو یې د پاکستان هوایي بریدونو ته ځواب ورکړ. د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چې د دوی هوایي مدافعې په کابل کې پر پاکستانۍ الوتکې بریدونه وکړل. تردې مخکې د بګرام پر هوایي اډې د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو، چې د پروان د والي د ویاند فضل الرحمن مسکینیار په وینا پردې اډې پاکستاني جټ الوتکو د بریدونو هڅه وکړه چې د دوی ځواکونو یې مخه ونیوله. د هغه په خبره دغو بریدونو ځاني او مالي زیانونه نه دي پېښ کړي.

- Advertisment -spot_img