له پاکستانه راپورونه وایي چې په کراچۍ ښار کې ګڼ شمېر لاریون کوونکو نن (یکشنبې) پر امریکايي قونسلګرۍ برید کړی او ودانۍ ته ننوتي دي. فرانس پریس خبري اژانس د دغو لاریون کوونکو شمېر «سلګونه» تنه یاد کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، ډېری دغه لاریون کوونکي د یوې دیني مدرسې زدهکوونکي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل شوي دي. هممهاله ځینې راپورونه وایي چې د امریکايي کونسلګرۍ پر ودانۍ د یرغل په ترڅ کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي. فرانس پریس په خپل راپور کې لیکلي چې د همدې مدرسې زدهکوونکي په پېښور ښار کې هم د امریکا د برید او په ایران کې د علي خامنهيي د وژل کېدو پر ضد سړکونو ته راوتلي دي. دغه خبري اژانس همدا راز د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې «زرګونه شیعه مسلمانان» د اسلامي جمهوریت د مشر د وژل کېدو پر ضد راټول شوي دي. دغه کسان د کشمیر په مرکز، سرینګر ښار کې راټول شوي او د اسرائیل او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړي دي. د کراچۍ خلاف، چې اعتراض له تاوتریخوالي سره مل و، په کشمیر کې احتجاجي غونډه «تر ډېره ارامه او سولهییزه» وه.



