د پخواني ولسمشر، حامد کرزي د دفتر رییس، عبدالکریم خرم د ایران د مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه اي د وژل کېدو له امله د ایرانیانو پراخ ماتم ته غبرګون ښودلی دی. هغه ویلي که دوی د خپل مشر د وژل کېدو وروسته په دغه ډول د ماتم او ملاتړ لپاره لارو کڅو ته راوځي، نو څرګندوي، چې د ایران په اړه د امریکا او اسراییل محاسبې غلطې دي. آیت الله علي خامنه اي د ایران د دولت ستر مذهبي مشر و، چې د اسراییل او امریکا په ګډو بریدونو کې ووژل شو. ایران د هغه د وژل کېدو له امله ۴۰ ورځې ماتم او ۷ ورځې عمومي رخصتي هم اعلان کړې ده. د عبدالکریم خرم څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا پر اهدافو د ایران د برید په تړاو ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ایران کې د مشر ټاکلو لپاره انتخابونه لري.



