ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو خبر ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې پر پاکستاني پوځیانو ناببره حمله کړې او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده. ټي ټي پي په دې اړه یوه ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي، چې په دې برید کې یې لږترلږه ۴۰ پاکستاني پوځیان وژلي دي. د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځینو پاکستاني رسنیو په باجوړ کې د نښتې خبر ورکړی دی. د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د ټي ټي پي مشر خپلو قوماندانانو او جنګیالیو ته امر کړی، چې په پاکستان کې بریدونو ته زور ورکړي او د دښمن ملا ورماته کړي. هغه دا هم ویلي چې دا کار له افغانستان سره د خواخوږۍ په پار کوي. د ټي ټي پي مشر له خپلو سیمهییزو او ولایتي مسئولينو غوښتي چې خپل فعالیتونه چټک کړي او بریدونه منظم او اغېزناک ترسره کړي. پرون پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې په ژوب او خیبر پښتونخوا کې د کورنیو وسله والو مخالفانو له لوري د ډرون څو بریدونه شوي دي.



