سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران په ټوله سيمه کې پر امريکايي اډو د سختو بریدونو ګواښ کړی

د اسرائیل-امریکا له لوري د ایران مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه‌اي د وژنې په تړاو د رسمي خبر له خپرېدو وروسته د ایران د اسلامي انقلاب ځواک یا سپاه‌پاسداران ویلي چې تهران به ټول منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو او د امریکا پر شریکانو تر ټولو پراخ بریدونه پیل کړي. سپاه‌پاسداران د بریدونو دا څپه تر ټولو سخته بللې او ویلي یې دي، چې پیل به یې په منځني ختیځ کې د امریکا له اډو وکړي. تر دې مخکې د ایران ټلوېزیون په رسمي توګه تایید کړه چې د اسرائیل-امریکا په پروني برید کې د دوی مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه‌اي وژل شوی دی. اسرائیل او امریکا پرون شنبې پر ایران خونړي بریدونه وکړل، چې په غبرګون کې یې ایران د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا اډې په نښه کړې. کارپوهانو ویلي، چې ایران ښايي دا ځل خپل ټول زور وکاروي، چې پایله به یې له منځني ختیځ د امریکا اېستل او یا د خپل موجوده نظام نسکورېدل وي. د یادولو ده، چې تر اوسه هېڅ کوم هېواد د امریکا-اسرائیل پر ضد د ایران د ملاتړ غږ نه دی کړی.

- Advertisment -spot_img