اسرائیلو کې د اسرائیلي رژیم له خوا بېړنی حالت اعلان شوی او له خپلو وګړو څخه یې غوښتنه کړې، چې د خوندي پناهځایونو ته نږدې پاتې شي. الجزیره راپور ورکړی، چې اسرائیل پر ایران خپل بریدونه پیل کړي دي. د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کاتز ویلي چې هېواد یې د ایران پر وړاندې د ګواښونو د له منځه وړلو په موخه «مخنیوی کوونکی برید» پیل کړی دی. د راپورونو له مخې، پر ایران د اسرائیل له برید وروسته، په ټول اسرائیل کې د خطر زنګونه کړنګول شوي دي. له دې سره هممهاله فارس خبري آژانس راپور ورکړی چې د تهران ښار کې درې چاودنې اورېدل شوې دي.



