د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، پر افغانستان د پاکستان هوايي بمبار او بریدونو کې تر دامهاله ۵۲ ملکیان شهیدان شوي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. فطرت نن شنبه د دلوې ۹ / فبروري ۲۸ یوه غږیز کلپ کې ویلي، د پاکستان بریدونو کې ۶۶ ملکیان ټپي شوي هم دي. ښاغلي فطرت ویلي، د تېرې یکشنبې شپې راهیسې پاکستان پکتیکا، خوست، کونړ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د خلکو کورونه، عامه ځایونه او د راستنېدونکو کمپونه په نښه کړي، چې ملکي وګړو ته یې د مرګژوبلې ترڅنګ، درانه مالي زیانونه هم اړولي. د ده په وینا، دغو بریدونو کې ۸ کورونه په بشپړ ډول او ۱۴ نور په نیمه ډول وران شوي دي. په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري، د سیمې هېوادونو، اروپايي ټولنې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو له دواړو لورو غوښتي چې زغم وښيي، جګړه پای ته ورسوي او د خبرو لاره غوره کړي. که څه هم طالب چارواکو ویلي، چې د خبرو له لارې د اختلافونو حل ته ژمن دی، خو پاکستان ویلي چې له طالبانو سره هېڅ ډول خبرو ته چمتووالی نهلري. د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو د پنجشنبې له شپې زور اخیستی او لاهم دوام لري، چې ورسره هممهاله طالبان، د امنیتي اقداماتو او دفاعي تدابیرو ترڅنګ، فعاله ډیپلوماسي هم په جدي توګه تعقیبوي.



