د طالبانو ویاند پر کابل باندې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړي، خو ویلې یې دي، چې په دې پېښو کې هېچا ته زیان نه دی رسېدلی. د ځینو سرچینو په وینا دغه بریدونه په داسې حال کې شوي، چې طالبان هم د سرحدي سیمو په برخو کې د پاکستاني پوځیانو پوستې هدف ګرځولي دي. په ورته وخت کې د کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو کې د چاودنو او هوايي بریدونو په اړه راپورونه هم خپاره شوي دي. تر اوسه پورې د دې پېښو په اړه د احتمالي تلفاتو په کره شمېره نه ده خپره شوې.



