د افغانستان د دفاع وزارت لهخوا د پاکستان پر بېلابېلو سیمو د هوايي بریدونو د ادعا تر خپرېدو وروسته، پاکستاني چارواکو په هېواد کې د ډرون بریدونه تایید کړي. خو د دې پېښو پړه یې پر تحریکِ طالبان پاکستان اچولې ده. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطا تارړ پر ایکس لیکلي، د (فتنهالخوارج) ترهګرو هڅه وکړه، په ایبټ آباد، صوابۍاو نوشهرہ کې واړه ډرونونه وتوغوي. هغه ویلي: د ډرونضد سیسټمونو ټول ډرونونه راوغورځول او د ځاني زیان کوم راپور نهشته. په دې بریدونو کې یو برید د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په سیمه کې شوی، چې راپورونه ښيي یو کوچنی ډرون هلته چاودنه کوي. چارواکي وايي، دا ډرون د یوه ښوونځي ترڅنګ پرېوتی، چې له امله یې یوه نجلۍ ټپي شوې ده. د صوابۍ ولسوالۍ د پولیسو افسر وقاص رفیق ویلي، که څه هم دا ډرون د استوګنې سیمې ته نژدې غورځېدلی، خو ډېر زیان یې نه دی اړولی او داسې ښکاري چې ښوونځی په کې مستقیم هدف نه و. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو دفاع وزارت له رسمي حسابه پر ایکس یوه پوسټ کې ادعا شوې وه، چې د جمعې په ورځ یې غرمه شاوخوا یوولس بجې د پاکستان اسلاماباد کې فیض اباد ته څېرمه یو نظامي کمپ بمبار کړی او نوشهره او ایبټآباد کې یې پوځي کمپونه په نښه کړي. په پوسټ کې ویل شوي وو، چې دا بریدونه بریالي وو. طالبانو ویلي، دا بریدونه د پاکستان لهخوا د افغانستان پر خاوره د هوايي بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.



