پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هېواد په ګڼ شمېر مساجدو کې د پاکستان پر ضد د جهاد اعلان وشو

د پاکستان پر وړاندې د افغان ځواکونو غچ اخیستونکو بریدونو پر دوام نن د جمعې د لمانځه پرمهال په یو شمېر ولایتونو کې په مسجدونو کې امامانو د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ. دا اعلان په داسې مهال کېږي، چې اوس هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یو شمېر سیمو کې وسله والې نښتې روانې دي او افغان هوايي ځواک په اسلام اباد او یو شمېر سیمو کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو ډرون بریدونه هم کړي، چې پاکستاني لوري هم تائید کړي دي. د نورو ولایتونو ترڅنګ په ننګرهار کې بیا د پاکستاني پوځ پر وړاندې د جهاد د اعلان ترڅنګ په مساجدو کې دعاګانې هم وشوې. دیني عالمانو د افغان لوري زړور او غچ اخیستونکي بریدونه وستایل او ډاډ یې څرګند کړی،چې دوی هم د خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي. د جمعې له لمانځه وروسته په سلګونو عام خلک واټونو ته راوتلي وو او د طالب ځواکونو په ملاتړ یې د پاکستان پر وړاندې یې شوي ځمکني او هوایي بریدونو ملاتړ وکړ. دوی په دغه لاریون کې د « مرګ په پاکستان» شعارونه ورکول. د ننګرهار ترڅنګ، په کونړ، نورستان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دیني علماوو پاکستان دښمن هېواد یاد کړ او پر وړاندې یې د جهاد اعلان وکړ. دا اعلان داسې مهال کېږي، چې بل لورته د پاکستان د مذهبي سیاسي ډلې جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یو اړخیزه پوځي اقدامات د ستونزې حل نه دی، بلکې لا نورې پېچلتیاوې رامنځته کوي. فضل الرحمن ویلي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې قانوني دي، خو د افغانستان خپلواکي او کورني ستونزو ته درناوی هم ضروري دی. هغه زیاته کړې، چې احساساتي چلندونه د دواړو هېوادونو لپاره د پېچلتیاوو سبب ګرځي. مولانا فضل الرحمن له دواړو هېوادونو غوښتي چې د حوصلې، زغم او مسئولانه چلند له مخې سملاسي اوربند اعلان کړي.

- Advertisment -spot_img