په داسې حال کې چې د ایران مرکچي پلاوی له امریکا سره د دریم پړاو خبرو اترو لپاره جینیوا ته خوځیدلی، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي خبرو اترو کې یو “ښه لید لوری” ویني. ټاکل شوې دا خبرې اترې نن پنجشنبه، د فبرورۍ ۲۶مه پیل شي. دغه غیرمستقیمې حساسې خبرې په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې متحدو ایالاتو د ایران جنوب ته سمندر کې یوه لویه جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړې، که چیرې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړه وکړي نو برید به پيل کړي. د امریکا ولسمشر یوه اوونۍ مخکې ایران ته تر ١٥ ورځو وخت ورکړی و، چې امریکا سره یوې اټومي هوکړې ته ورسیږي.



