د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴.۴ مېلیون ډالره نوې مرسته ځانګړې کړې. دغه مرسته به د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لارې ولګول شي. ټاکل شوې، چې تر ۶۰زرو زیات کسان چې تر نیمايي ډېر یې ماشومان دي؛ د څښاک اوبو، حفظالصحې، روغتیا او نوروبرخو کې له خدمتونو برخمن شي. یونېسف ویلي، چې په ۲۰۲۵م کال کې له ایران او پاکستانه د څه باندې ۲.۸ مئلیونه کسانو تر بېرته ستنېدو وروسته په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا پېچلې شوې او شاوخوا ۶۰ سلنه بېرته ستانه شوي کسان ښځې او ماشومان دي. د یونېسیف د راپور ارزونې ښيي، چې ۶۷ سلنه کورنۍ له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي او ۲۵ سلنه کورنۍ له ناپاکو اوبو ګټه اخلي. دغه راز په هغو سیمو کې چې د بېرته ستنېدونکو شمېر زیات دی، د اوبو د کمښت له امله د نسناستي پېښې ډېرې شوې او له دې سره د ناروغیو د خپرېدو ګواښ هم لوړ شوی دی. راپور زیاتوي، د ۲۰۲۵م کال له جنورۍ تر نومبر میاشتې پورې له ۱۳زرو ډېر بېسرپرسته ماشومان له دوی سره ثبت شوي چې دا د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. دا مرسته داسې مهال اعلانېږي، چې بل لورته تازه د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو کمښت د کونړ زلزله ځپلې زرګونه کورنۍ د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړې دي. د یاد بنسټ په وینا؛ ډېری هغه کورنۍ چې د زلزلې له امله یې خپل کورونه له لاسه ورکړي، د ژمي په سړې هوا کې تر خېمو لاندې شپې سبا کوي.



