پنجشنبه, اپریل 16, 2026
پنجشنبه, اپریل 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګوګل چین پورې تړلو هکرانو فعالیت شنډ کړی

د ګوګل تکنالوژۍ کمپنۍ ويلي چین پورې د هکرانو د یوې مرتبطې ډلې فعالیت یې شڼډ کړی دی. دغه ډله د UNC2814 او د «Gallium»گالیوم په نومونو پیژندل کیدله. د ګوګل یو چاروکي چارلي سنایدر رویترز خبري اژانس ته ویلي د هکرانو دغې ډلې په ۲۴ هیوادونو کې ۵۳ بنسټونو ته تایید شوی لاسرسې درلوده او د شنډیدو پر مهال ددې احتمال هم وو چې لږترلږه ۲۲ نورو هیوادونو کې بنسټونو ته لاسرسی پیدا کړي. ګوګل کمپنۍ ويلي د دغو هکرانو د ګوګل کلاود پروژو په تړلو او د حسابونو او انټرنټي زیربنا به نا کاره کولو سره یې د دوی فعالیت درولی دی. ګوګل وايي د هکرانو دغې ډلې د سالت تایفون «Salt Typhoon» په نامه د هکري کمپاین څخه چې د متحدو ایالاتو چین ته منسوب کړی جلا فعالیت کاوه. په متحدو ایالاتو کې د چین سفارت دغو ډلو سره د چین هرډول ارتباط رد کړی او ویلي یې دي، چې دغه هیواد د هک او سایبري بریدونو مخالف دی.

- Advertisment -spot_img