سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د يمن ترافيکي پېښه کې ۱۶ تنو ژوند بایللی

د یمن په جنوب کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۱۶ تنه، چې اته ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي دي. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه نن چهارشنبه، ۶ حوت/۲۵ فبرورۍ رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې پېښه د یوه مسافر وړونکي بس او یو بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده. د دغه هېواد امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي وه. دغه راز يې بل لامل د بس له خوا د سون توکو پر ځای د ګازو کارول وو، چې له ټکر وروسته سمدستي اور ولګېد او ټولې سپرلۍ په کې سوځېدلې دي. دا په وروستیو کلونو کې په یمن کې دویمه مرګونې ترافیکي پېښه بلل کېږي. تېر کال هم د همدې هېواد د ابین ولایت په یوه غرني سړک کې د ورته پېښې له امله ۱۷ تنه وژل شوي وو.

- Advertisment -spot_img