سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

برازیل کې د اورښتونو له امله ۲۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی

د برازیل د میناس ګرایس ایالت په سوېل ختیځ کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی او له ۴۰ ډېر نور کسان نادرکه شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی، چې دغه اورښتونه د دوشنبې له ورځې پیل شوي او تر ټولو ډېر تلفات د «ژویز دي فورا» په ښار کې ثبت شوي دي. په راپور کې راغلي چې په دغه ښار کې، چې د ریو دو جنیرو شاوخوا ۳۱۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري، لږ تر لږه ۴۴۰ تنه بې‌ځایه شوي دي. د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا له زیانمنو شویو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې حکومت به په هره اړینه برخه کې مرسته وکړي. چارواکو ټینګار کړی چې اوس مهال د دوی لومړیتوب د خلکو د ژوند ژغورل او زیانمنو شویو ته د بېړنیو مرستو رسول دي.

- Advertisment -spot_img