سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې د تهران او اسلام‌اباد ټینګار

د افغانستان لپاره د پاکستان او ایران ځانګړو استازو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي. د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق چهارشنبه د کب پر ۶مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې نوموړي  د ایران له ځانګړي استازي محمد رضا بهرامي سره آنلاین خبرې اترې کړې دي. صادق زیاته کړې، چې په دغو خبرو کې په سیمه کې د اړیکو او سوداګرۍ پر پیاوړتیا هم خبرې شوې دي. پرون، محمد صادق د ازبيکستان له ځانګړي استازي عصمت ارګاشیف سره له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه خبرې وکړې. د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، چې په افغانستان کې میشت د ازبيکستان د حکومت وسله وال مخالفین له ټي ټي پي وروسته دویمه لویه ډله ده.

- Advertisment -spot_img