د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار ټرافیکي پېښه رامنځته شوې. د ځايي سرچینو په وینا پېښه د بادام په سیمه کې د یو ټیلر او کرولا موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې دوو تنو په کې ژوند بایللی دی. بل خوا بیا د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد کې ټرافیکي پېښې شوې، چې یو تن پکې مړ او یو تن ټپي شوی دی. ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې پېښه د مارکس موټر او رېکشې د ټکر له امله شوې وه. په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله په کلني ډول سلګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي. د سړکونو خراب وضعیت، د ټرافیکي اصولو کمزوری تطبیق د دې لامل کیږي چې ټرافیکي پېښې رامنځته شي.



