سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني کې بیا یوه افغان څو تنه پر چړو وهلي

یو ۳۵ کلن افغان پرون سهار د جرمني د بایرن ایالت د وورڅبورګ ښار د مرکزي رېلګاډي تمځای په دروازه کې پر درېیو کسانو د چاقو برید وکړ او هغوی یې برسېرن ټپیان کړل. دا پېښه د تمځای په خوله کې د یوې مسیحي مذهبي ډلې «یهوه شاهدانو» یوې غرفې ته نژدې شوې ده. د پولیسو په وینا، بریدګر لومړی یوه ۶۸ کلن سړي ته ورنژدې شو چې د یادې غرفې مسئول و، او ناڅاپه یې څو ځله پر هغه د چاقو برید وکړ. د دې پېښې پر مهال دوه نور سړي هم ټپیان شول. یهوه شاهدان یوه عیسوي مذهبي ډله ده چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په متحدو ایالتونو کې جوړه شوې ده. د پولیسو د معلوماتو له مخې، قربانیان یوازې برسېرن ژوبل شوي او د چاقو د ژورو ټپونو راپور نه دی ورکړل شوی. یو شمېر لارویانو، چې په هغوی کې یو پولیس افسر هم شامل و، ملکي جامې یې اغوستې وې، د بریدګر مخه ونیوله او تر هغه یې نیولی و، چې مرستندوی ځواکونه ورسېدل. یاد سړی دا مهال په توقیف کې دی. د جرمني رسنیو ویلي چې د برید اصلي انګېزه لا تر اوسه نه ده روښانه شوې او پلټونکي د نیول شوي کس نیت د خلکو د وژنې هڅه بولي. لا هم دا نه ده معلومه چې ایا بریدګر په قصدي ډول د یهوه شاهدان په نښه کړي وو او که کومه بله انګېزه یې لرله.

- Advertisment -spot_img