سیاسي فعال نصرت الله وفا د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې پر حاکمې ډلې غږ کړی، چې د شعارونو پر ځای دې د عمل ډګر ته راووزي. نوموړي پوښتنه کړې چې ولې د پاکستان د ښکاره ظلمونو پر وړاندې د “جهاد” توره په تېکي کې ده؟ وفا پوښتنه کوي، که چېرې “تور پنجاب” د افغانستان ښکاره دښمن او ظالم دی، نو په وطن حاکمه ډله ولې د دغه ظالم دښمن پر وړاندې د جهاد اعلان نه کوي؟ نوموړی نیوکه کړې، چې دا جهاد ولې یوازې زموږ په خپله خاوره کې روا دی او کله چې د پردي تیري خبره راشي، نو سکوت غوره کېږي؟ د نصرت الله وفا دا څرګندونې د هغو ادعاوو په دوام دي، چې وايي طالبان د پاکستان د “اټومي طاقت” له وېرې یا د پخوانیو اړیکو له امله د پنجاب پر وړاندې جدي غبرګون نه ښیي.



