سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په مارالاګو کې د ټرمپ استوګنځای مخې ته یو ځوان وژل شوی

په امریکا کې د قانون د تنفیذ چارواکي خبر ورکړی، هغه سړی يې په ډزو وژلی چې غوښتل يې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مارالاګو استوګنځای ته په غیرقانوني توګه ننوزي. رویترز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي،”دغه کس استین تاکر مارتین نومیږي او ۲۱کلن دی”. د رویترز په ټکو، تاکر چې د شمالي کارولینا څخه دی، غوښتل یې د فلوراید ایالت په پالم بیج کې د ولسمشر ټرمپ استګنځای ته داخل شي. هغه مهال ټرمپ په واشنګټن کې و. تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده او د پېښه په اړه څېړنې روانې دي. له دې وړاندې په ۲۰۲۴م کال کې دوه ځلې پر ولسمشر ټرمپ د ورته بریدونو هڅه شوې وه.

- Advertisment -spot_img