سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه وغندل

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبلې اوښتي، په کلکه وغندل. نوي‌ډیلي دغه بریدونه د پاکستان له لوري په بهر د خپلو کورنیو ناکامیو د تپلو یوه بله هڅه وبلله او د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ لپاره یې خپل ملاتړ بیا تکرار کړ. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي: «هند د پاکستان هغه هوايي بریدونه په کلکه غندي، چې د افغانستان پر خاوره یې کړي او د روژې په مبارکه میاشت کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.» هغه زیاته کړه: «دا د پاکستان له خوا د خپلو په بهر باندې د خپلو کورنیو ناکامیو د اړولو یوه بله هڅه ده. هند یو ځل بیا د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ کوي.» نوموړي دا څرګندونې د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې وکړې. بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دا بریدونه غندلي او ویلي دي، چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر بې‌ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان مړه او ټپیان شوي دي.

- Advertisment -spot_img