سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سراج الحق: طالبان زموږ په خوښه او مرسته واکداران شول

دا چې طالبان تل خپل د واکمن کېدو لامل الهي نصرت بولي، خو د پاکستان جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې طالبان د پاکستان په نصرت او خوښه نن واکداران دي. سراج الحق په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې راغلی بدلون د پاکستان په خوښه، تایید او نصرت سره رامنځته شوی دی. نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو په قیام کې د پاکستان واکمنو لویه برخه اخیستې او په دې برخه کې یې خپل رول ادا کړی دی. هغه ادعا کوي، چې د پاکستان خلکو له افغانانو سره د مدینې د انصارو په څېر چلند کړی او په هره سختۍ کې یې د هغوی لاسنیوی کړی دی. سراج الحق زیاته کړې، چې د طالبانو ډېری مشران په پاکستان کې اوسېدلي، هلته یې درسونه ویلي او حتی اولادونه یې هم د پاکستان په تعلیمي مرکزونو کې روزل شوي دي. دا د طالبانو له هغه رسمي روایت سره په ټکر کې دی، چې طالبان مدام ټینګار کوي، چې دوی په خپلو قربانیو او الهي نصرت واک ته رسېدلي دي.

- Advertisment -spot_img