د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستاني پوځ د تېرې شپې بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او احتجاج لیک یې ورسپارلی دی. نوموړي وزارت یکشنبه د کب پر ۳مه په یوې خبرپاڼې کې لیکلي، چې په دغو بریدونو کې لسګونو ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندلې او دا یې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه او پاروونکی عمل ګڼلی دی. نوموړي وزارت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان د حریم ساتنه د طالبانو «شرعي مسوولیت» او د دا ډول بریدونو د بدو عواقبو مسوولیت د مقابل لوري پر غاړه دی. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو بیګاه شپه خبر ورکړی و، چې پاکستان بیا د افغانستان پر خاورې تجاوز کړی او په ننګرهار او پکتیکا کې یې بمباري کړې ده. ځايي سرچینو ویلي، چې په ننګرهار، پکتیکا او خوست کې پاکستان بمباري کړې او ویلې یې دي، چې یوازې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې ۲۳ کسان تر خاورو لاندې شوي دي.



