د سیمې ځایي سرچینو راپورونه ورکړي، چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو تېره شپه د پکتیکا پر برمل او اورګون ولسوالیو او همداراز د ننګرهار او خوست ولایتونو په ځینو سیمو بریدونه کړي دي. د ننګرهار په خوګیاڼو، غني خېلو او بهسود ولسوالیو کې بریدونه شوي دي. دغو بریدونو ته طالبانو تند غبرګون ښودلی دی، د طالبانو د وياند مولوي ذبيحالله مجاهد په ایکس پاڼه لیکلي؛ پاکستاني خاصې نظامي حلقې یوځل بیا په افغان خاوره تجاوز وکړ. تېره شپه یې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې زموږ ملکي هېوادوال بمبار کړل، د ښځو او ماشونو په ګډون یې لسګونه تنه شهیدان او ټپیان کړي. پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو جبرانوي. دغه راز د پاکستاني پوځي رژيم له خوا د افغانستان د حريم د نقض په تړاو ملي دفاع وزارت اعلامیه خپره کړه، چې په کې راغلي: ” د تیرو تجاوزونو په دوام یو ځل بیا پاکستاني پوځي رژیم د ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو، (یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو) هوايي بریدونه ترسره کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېگناه ملکي وگړي پکې شهیدان او ټپیان شول. د ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي. ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.ان شاءالله تعالی پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی، او دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي. دغه راز د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو په برمل ولسوالي کې پر یوې مدرسې بمباري کړې ده. د دغه وزارت ویندوی سیف الاسلام خیبر په ایکس پاڼه کې کښلي چې پاکستان د تل په شان یو وار بیا پر ملکیانو بریدونه کړي او په دې ډول یې خپل وحشیانه ماهیت ثابت کړی دی.



