د بشر حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) د پاکستاني ملېشو لهخوا د افغانستان پر خاوره د تېرې شپي د شوي تجاوز له امله ژوره خواشیني ښودلې او په دې تړاو یې د بېړنیو، خپلواکو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې د ملکي وګړو په نښه کول له نړیوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او هېڅ داسې توجیه نشته چې پر خوب ویده ماشومان دې په نښه شي. یاد بنسټ ویلي، موږ غوښتنه کوو چې د دې هوایي برید په اړه سمدستي، خپلواکه او شفافه نړیواله څېړنه پیل شي او هغه کسان باید ځواب ورکړی، چې د دې برید امر یې کړی دی. دغهراز د بشر حقونو نړیوال بنسټ زیاته کړې، چې پر ملکي وګړو بریدونه د منلو وړ نه دي او باید د ملکي خلکو ژوند او حقونه خوندي وساتل شي.



