د افغانانو فکري حرکت رهبرۍ شورا د هېواد د وروستیو دردناکو پېښو او د بېګناه افغانانو د وینې تویېدل په کلکو ټکو غندنه کوي. پر افغان خاوره هر ډول تېری، بمبار او د ملکي وګړو په نښه کول د نړیوالو اصولو، انساني ارزښتونو او د هېواد د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی. موږ باور لرو چې د افغان ولس صبر نامحدود نه دی. د ننګرهار، پکتیکا او د هېواد د نورو سیمو د شهیدانو وینه به بېپوښتنې پاتې نه شي. د افغانانو فکري حرکت د هېواد له ټولو سیاسي، قومي، مذهبي او مدني قشرونو غواړي چې د ملي یووالي، متقابل درناوي او ګډ دریځ له لارې د وطن د دفاع او د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره سره یو موټی شي. موږ پر نړیوالو بنسټونو او مسئولو اړخونو غږ کوو چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې روانو ظلمونو ته جدي پاملرنه وکړي او د تکرار د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. د دې خاورې عزت، خپلواکي او امنیت زموږ ملي او تاریخي مسئولیت دی.



