د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت نن یکشنبې په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې پاکستان له افغانستان سره په خپله پوله کې د «فتنه الخوارج» په نوم د پاکستاني طالبانو (TTP) او د هغوی د ملاتړو او همداراز د اسلامي دولت – خراسان څانګې (داعش-خراسان) اووه «ترهګریز کمپونه او پټنځایونه» په نښه کړي دي. په بیان کې ویل شوي چې دا اقدام «په پاکستان کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو له لړۍ وروسته» ترسره شوی، چې په کې په اسلاماباد کې پر امام باړې برید، او په باجوړ او بنو کې بریدونه او همدا شان د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې د بنو تازه پېښه شامله ده. د اطلاعاتو وزارت په وینا: «پاکستان کره شواهد لري، چې دا ترهګریز بریدونه د ټي ټي پي لهخوا د هغوی د افغانستان مېشتو مشرانو او تنظیموونکو په هدایت ترسره شوي دي. د دې بریدونو مسئولیت هم د افغانستان مېشتو پاکستاني طالبانو (فتنه الخوارج) او د هغوی د ملاتړو او همدارنګه د داعش خراسان څانګې منلی دی.»



