د طالبانو له عفوې سربېره هم د پخواني نظام سرتېري له ګڼو ګواښونو سره مخ دي او د مرګ تربریده پورې رسیږي. له پکتیکا ولایته ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د پخواني نظام د یحیی خیلو ولسوالۍ د پولیسو مشر مرغی کټوازی د خپل کور مخته وژل شوی دی. سرچینې ويلي چې نوموړی پرون مازدیکر مهال خپل کور ته په لار و، چې وسله والو کسانو یې پر موټر ډزې کړي او وژلی یې دی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی پخوانی نظامي و او د پکتیکا اړوند د يحيی خیلو ولسوالۍ اوسېدونکی و. سرچینې زیاتوي، چې نوموړي د تېر جمهوري نظام د سقوط پر مهال هېواد پرېښودلی و او څلور کاله وروسته له سفر خپل کور ته راستون شوی و. د سرچینو په وینا نوموړی ځوان د دې لپاره هېواد ته راغلی و چې روژه له خپلې کورنۍ سره یو ځای تېره کړي. بل خوا بیا ځینې عام خلک ادعا کوي چې نامعلوم وسله وال معلوم دي او په خپله د طالبانو غړي دي. د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له عفوې وروسته د پخواني نظام سلګونه سرتېري او کارمندان شکنجه شوي، زنداني شوي، تښتول شوي او وژل شوي دي.



