د امریکا متحده ایالتونو د ځمک پېژندنې ادارې (USGS) د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې شدت ۵.۸ رېښتر ثبت شوی او مرکز یې د کابل ښار شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره شمالختیځ ته و. تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي او اړوندې ادارې وضعیت ارزوي.



