سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

وټس اپ د کمپیوټر له لارې ویډیو او اډیو خبرې ممکنې کړې

د وټس‌اپ کاروونکي اوس کولی شي د کمپیوټر له ویب براوزر څخه په مستقیم ډول غږیز (آډیو) او تصویري (وېډیو) زنګونه ووهي. میټا کمپنۍ چې د فیسبوک او انسټاګرام ترڅنګ وټس اپ هم ورپورې تړلي دي، پر دې ځانګړنې له ډېرې مودې راهیسې کار کاوه. تر دې مخکې، په وټس‌اپ کې زنګونه یوازې د موبایل اپلېکېشن یا ډیسکټاپ اپ له لارې ممکن و، خو اوس کاروونکي کولای شي له کوم اضافي اپ پرته، په مستقیم ډول د وېب براوزر له لارې زنګ ووهي. دا ځانګړنه دا مهال یوازې د یو پر یو چټونو لپاره ممکنه ده. کاروونکي کولی شي هر چټ پرانیزي او د پورته لوري د زنګ پر نښه (کال آیکن) کلیک وکړي، چې ورسره د آډیو او وېډیو زنګونو انتخابونه ښکاره کېږي. د یادونې وړ ده، چې د وېب له لارې کېدونکي زنګونه هم د اینډ ټو اینډ انکرېپشن له لارې خوندي دي او د دې لپاره به د سیګنال پروتوکول کارول کېږي. سربېره پر دې، د وټس‌اپ د وېب په نسخې کې د سکرین شریکولو ځانګړنه هم شته، چې له امله به یې ناستې او پریزنټېشنونه لا اغېزمن شي.

- Advertisment -spot_img