سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګروشکو: اروپا اوکراین کې د جګړې د اوږدېدو غوښتونکې ده

‏د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشکو ویلي، اروپا غواړي چې په اوکراین کې جګړه تر ممکنه حده اوږده شي او د سولې بهیر کې رغنده رول نه لري. نوموړي ویلي، د اروپایانو اوسنی دریځ دا دی، چې جګړه دې د اوکراین په خاوره کې دوام ومومي او تر اوسه یې د سیاسي هواري لپاره کوم عملي او مثبت ګام نه دی اخیستی. د هغه په وینا، اروپايي هېوادونه د اوکراین له حکومت سره سیاسي، اقتصادي، مالي او پوځي ملاتړ کوي، چې دا چاره د سولې د ټینګښت پر ځای جګړه نوره هم غځوي. ګروشکو ټینګار کړی، چې د هر ډول حل لپاره د روسیې لپاره د باور وړ امنیتي تضمینونه مهم شرط دی، خو په خبره یې اروپايي لوري دې موضوع ته پام نه کوي. بل خوا اروپايي هېوادونه ټینګار کوي، چې د اوکراین ملاتړ یې د نړیوالو قوانینو او د یوه خپلواک هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په موخه دی او دوام به ورکوي.

- Advertisment -spot_img