د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ چمتووالی نیولی، چې ښايي د روانې اوونۍ تر پایه پر ایران پوځي برید ترسره کړي، خو وروستۍ پرېکړه لا هم د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خوا نه ده شوې. د سي اېن اېن د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې امریکا په منځني ختیځ کې خپل هوايي او سمندري ځواکونه زیات کړي دي. راپور کې راغلي، چې د امریکا پرمختللې الوتکه وړونکې بېړۍ ډېر ژر سیمې ته رسېږي. سرچینې وایي د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ټیم د ایران د وضعیت په اړه غونډه کړې او ولسمشر ټرمپ ته بېلابېل انتخابونه وړاندې شوي دي. سره له دې، ویل کېږي چې ټرمپ لا هم د پوځي اقدام او ډیپلوماسۍ ترمنځ پر انتخاب غور کوي. بل خوا، د امریکا او ایران ترمنځ په جنیوا کې غیرمستقیمې خبرې شوې دي، خو تراوسه کومه روښانه هوکړه نه ده شوې. امریکایي چارواکو ویلي، چې لا هم ډېر جزئیات د بحث وړ دي. ورته مهال د ایران له لوري هم راپورونه خپاره شوي، چې ځینې اټومي تاسیسات یې پیاوړي او خوندي کړي دي. شنونکي وایي چې که پوځي اقدام وشي، نو دا به په سیمه کې د پراخې شخړې خطر زیات کړي. تر اوسه د امریکا حکومت رسمي اعلان نه دی کړی، خو وضعیت ته په کتو سره راتلونکې څو ورځې مهمې بلل کېږي.



