سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر نایانو د طالبانو له لوري محدویتونه لا سخت شوي

طالبانو په ګڼو ولایتونو کې پر نایانو د وېښتو او ږېرې جوړولو محدودیتونه سخت کړي او د هغوی ورځنی کاري ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی. تازه راپورونه ښيي، چې په افغانستان کې نایان د ږيرې د لنډولو له امله د نیول کېدو او بند له ګواښ سره مخ دي. د فرانسې خبري اژانس (اې‌اېف‌پي) د راپور له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تېره میاشت د هر نارینه لپاره د نیمې لوېشتې ږېرې پرېښودل لازمي کړل. د دغه وزارت وزیر خالد حنفي د حکومت دا ګام هغه مسئولیت بللی، چې په وینا یې خلک د «شریعت مطابق» اصولو ته وهڅوي. په راپور کې د غزني ولایت د هغه نايي خبرې رااخیستل شوې، چې طالبانو هغه د غربي سټایل وېښتانو جوړولو په تور یوه شپه په ساړه تالار او دوه نورې شپې په کانټینر کې بندي کړی و. د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، طالبانو تېر کال په کونړ ولایت کې درې نایان د مقرراتو د ماتولو په تور په درې او پنځه میاشتنۍ بند محکوم کړي وو. په کابل کې یو شمېر نایان وایي، چې د امر بالمعروف ګزمې هره ورځ دوکانونه ګوري او د سر او ږيرې پر جوړولو نیوکې کوي. د افغانستان په کچه ګڼو نایانو ویلي چې دغو محدودیتونو یې پر کاروبار منفي اغېز کړی او په وینا یې ډېری کسان نور لنډه ږېره نه جوړوي.

- Advertisment -spot_img