چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د ډیګو گارسیا ۱۰۰ کلن تړون لویه تېروتنه ده

امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، په ټولنیزه شبکه «تروث سوشل» په یوه پیغام کې د برېتانیې لومړي وزیر کی‌یر استارمر ته د ستراتیژیکې ټاپو “ډیګو گارسیا” د سپارلو په اړه خبرداری ورکړ. ټرمپ د دې ټاپو د ۱۰۰ کلنې کرایې تړون «یوه لویه تېروتنه» وبلله او وویل چې برېتانیا د دې سیمې کنټرول د «مصنوعي هویت لرونکو» ادارو په ګټه له لاسه ورکوي. ولسمشر ټرمپ د احتمالي ګواښونو په اړه په ټینګار وویل، که د ایران اسلامي جمهوریت سره تړون ته نه ورسېدل شي، د ډیګو گارسیا هوایي اډه او د فېرفورډ هوايي ډګر کارول د برېتانیې او د هغې متحدینو پر وړاندې د احتمالي حملو د مخنیوي لپاره یوه «حیاتي اړتیا» ده. هغه له لندن وغوښتل چې د سیاسي فشارونو او د «ټولنیزې پوهاوي» په نوم جریانونو پر وړاندې مقاومت وکړي او دغه ستراتیژیکه شتمني وساتي. ډیګو گارسیا د هند په بحر کې د چاګوس ستره جزیره ده، چې برېتانیا د اوږدې مودې لپاره تر خپل کنټرول لاندې ساتلي او امریکا ته یې د کلیدي پوځي اډې په توګه په کرایه ورکړې ده. سره له دې، چې نړیوالو محکمو د دې ټاپو د موریس هېواد ته د بېرته سپارلو اړتیا تائید کړې، برېتانیا د ستراتیژیکو پوځي ګټو له امله یې لا هم کنټرول ساتلی؛ خو اوس د ۱۰۰ کلنې کرایې تړون د برېتانیا په ګټه او موریس ته د دغه مالکیت د بېرته سپارلو اختیارونه تر غور لاندې دي.

- Advertisment -spot_img