د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د خپلې نوې جوړې شوې ادارې «د سولې بورډ» لومړنۍ غونډه رابللې ده. دا غونډه د غزې د بیارغونې، امنیتي پلانونو او نړیوالو شخړو د حل په موخه ترسره کېږي. د راپور له مخې، د دې غونډې مهم تمرکز به د غزې د بیارغونې پر پلان وي، چې د جګړې له امله پراخ زیان ورته اوښتی دی. تمه ده چې امریکا او ګډونوال هېوادونه شاوخوا پنځه میلیارده ډالر د بشري مرستو او بیارغونې لپاره اعلان کړي. همدا راز، د نړیوال ثبات ځواک د جوړولو موضوع هم د اجنډا مهمه برخه ده، چې هدف یې په غزه کې د امنیت ټینګښت او د انتقالي ادارې رامنځته کول دي. دغه بورډ لومړی ځل د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې اعلان شو. ټرمپ دا اداره د نړیوالو شخړو د حل لپاره یو مهم بدیل ګڼي او ادعا کوي چې دا به د تاریخ تر ټولو اغېزناک نړیوال بنسټ وي، خو منتقدین وایي چې دا هڅه ښايي دا بورډ د ملګرو ملتونو ځای ناستی جوړ کړي او د امریکا نفوذ زیات کړي. اروپا په دې موضوع کې وېشل شوې ده.اروپایي ټولنې د دې بورډ رسمي غړیتوب رد کړی او هېوادونه لکه فرانسه، جرمني، بریتانیا او هسپانیا هم ګډون نه کوي، خو بیا هم اروپایي ټولنه د څارونکي په توګه استازی استوي. په ورته وخت کې هنګري او بلغاریا د غړیتوب پرېکړه کړې ده. په منځني ختیځ کې مهم هېوادونه لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، ترکیه، مصر او اردن ګډون کوي او خپل استازي غونډې ته لېږي. اسراییل هم ګډون لري او د بهرنیو چارو وزیر یې استازیتوب کوي. له اسیا څخه د مرکزي اسیا هېوادونه لکه قزاقستان او ازبيکستان ګډون کوي، همداراز اندونیزیا، ویتنام او پاکستان هم د دې بورډ برخه ګرځېدلي دي. هند لا هم پرېکړه نه ده کړې او استازی یې نه دی لېږلی. استرالیا او نیوزیلنډ هم خپل دریځ تر ارزونې لاندې ساتلی دی. د دې غونډې پرېکړې به د ځینو هېوادونو لپاره داخلي سیاسي اغېزې ولري. په اندونیزیا کې د فلسطین ملاتړ تاریخي مخینه لري، نو د حکومت هر اقدام په دقت سره څارل کېږي. په پاکستان کې هم عام خلک د فلسطین ملاتړ کوي او د حکومت پرېکړې به د ولسي فشار تر اغېز لاندې وي.



