سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لاوروف: پر ایران د امریکا هر ډول برید به جدي پایلې ولري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه مرکه کې خبرداری ورکړی، چې پر ایران د امریکا هر ډول برید به جدي پایلې ولري. رویټرز پنجشنبه د فبرورۍ پر۱۹مه راپور ورکړی، چې لاوروف د یوې داسې حل لارې د موندلو لپاره د زغم غوښتنه کړې، چې د ایران سوله ییز اټومي پروګرام ته اجازه ورکړي. دا مرکه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې د امریکا او ایران مرکچیانو په جینیوا کې غیر مستقیمې خبرې وکړې څو د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو مخه ونیسي. لاوروف په دې مرکه کې ویلي:«پایلې ښې نه دي. د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې د ایران په اټومي ځایونو باندې مخکې هم بریدونه شوي او د هغه څه پر بنسټ چې موږ یې ارزونه کولای شو، د یوې اټومي پېښې رښتینی خطر موجود و. هغه زیاته کړې:« زه د عربي هېوادونو او منځني ختیځ د چارواکو غبرګون له نږدې څارم. هېڅوک نه غواړي، چې ترینګلتیا زیاته شي او هرڅوک پوهیږي چې دا له اور سره لوبه ده. لاوروف خبرداری ورکړی، چې د ترینګلتیاوو زیاتېدل کولای شي، د ایران او د هغه د ګاونډیانو، په ځانګړې توګه د سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په ګډون په وروستیو کلونو کې اخیستل شوي مثبت ګامونه له منځه یوسي. ځینو امریکايي رسنیو د اوونۍ په پای کې پر ایران د امریکا د احتمالي برید خبر هم ورکړی دی.

- Advertisment -spot_img