سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو بامیانو کې موټر چلوونکی د نامحرمې ښځې د لېږد په تور بندي کړی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست په بامیانو کې یو موټرچلوونکی له «محرم پرته» د یوې ښځې د لېږد په جرم نیولی دی. په بامیانو کې طالبانو ویلي، چې موټر چلوونکي ته یې پرله‌پسې سپارښتنې کړې وې، خو د هغه له لوري ورته نه پاملرنه د نوموړي د بندي کېدو لامل بلل شوی دی. د بامیانو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په ځلونو یې موټرچلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته دې په موټر کې د ښځو له لېږدولو ډډه وکړي. طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه پراخ کړي او هغوی نه شي کولای د خپلې کورنۍ له نارینه غړي پرته په موټرونو کې سفر وکړي. طالبانو له ۲۰۲۱ م کال وروسته په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. د دې ترڅنګ، پر ښځو ورځني محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د تګ‌راتګ حق هم ترې اخیستل شوی دی.

- Advertisment -spot_img