د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ په یوه موټر بم برید کې د ۱۱ پاکستاني سرتېرو له وژل کېدو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د طالبانو د سفارت مرستیال احضار کړی دی. اکسپرسټریبون پنجشنبه د سلواغې پر ۳۰مه، راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د طالبانو د سفارت مرستیال ته خپل سخت اعتراض سپارلی دی. پاکستان دغه برید په کلکه غندلی او ټینګار یې کړی، چې دا ډول پېښې د سیمې د امنیت لپاره جدي پایلې لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د (ټيټيپي) د دوامداره فعالیتونو په تړاو د اسلاماباد ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغه په وینا، داسې ویل کېږي چې د دغې ډلې مشرتابه په افغانستان کې مېشت دی او له افغان خاورې په خوندي ډول فعالیت کوي. دغه وزارت ویلي چې پاکستان څو ځله د افغانستان له طالبانو ډاډ ترلاسه کړی، خو د دغو فعالیتونو د محدودولو لپاره «هیڅ د پام وړ او عملي اقدام» نه دی شوی. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف تېره شپه خبرداری ورکړی، چې که اړتیا وي، پر افغانستان به هوايي برید وشي. د یادونې وړ ده، چې د دوشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍکې په یوه موټر بم برید او ورپسې نښته کې لږ تر لږه ۱۱ پاکستاني سرتېري او د ټيټيپي ۱۲ جنګیالي وژل شوي دي.



