سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خلیلزاد: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکو کې پرمختګ شوی

 د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او پاکستان اړیکو ښه کېدو ته هیله‌مندي ښودلې ده. هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې تازه راپورونه ښيي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په برخه کې یو مثبت پرمختګ رامنځ‌ته شوی دی. زلمي خلیلزا پر اېکس‌پاڼه د طالبانو له لوري د پاکستان پوځیانو خوشې کېدل د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو رغښت لپاره مهم ګام بللی دی. خلیلزاد له پاکستانه په غیر مستقیمه توګه غوښتنه کړې، چې د طالبانو له لوري له دغه ګام وروسته دې پاکستان هم خپل ښه نیک ښکاره کړي او دغه برخه کې مثبت ګام واخلي. زلمی خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له یوې فرانسوۍ رسنۍ سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر افغانستان د هوايي بریدونو نیت لري. هغه په پاکستان کې روانه ناامني د هند په ملاتړ د طالبانو کار بللی او په وینا یې طالبانو ورسره «ناقانونه نااعلان شوې» جګړه پیل کړې ده.

- Advertisment -spot_img