د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) اعلان کړی، چې په پاکستان او ایران کې د یو شمېر افغان خبریالانو او د رسنیو د فعالانو وضعیت کړکېچن دی او لا هم د برازیل د بشردوستانه ویزې د ترلاسه کولو په تمه دي. یاد سازمان نن چهارشنبه د سلواغې پر ۲۹مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې افغان خبریالان د جدي امنیتي ګواښونو له امله له هېواده وتلي او په کوربه هېوادونو کې د جبري ایستنې له خطر سره مخ دي. د اعلامیې له مخې، د اداري بهیرونو اوږد ځنډ او د ویزې د صادرېدو لپاره د څرګند مهالوېش نشتوالي د خبریالانو رواني او فزيکي وضعیت لا پسې خراب کړی دی. امسو د برازیل له دولت او په کوربه هېوادونو کې د هغه له ډیپلوماټیکو استازولیو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د بشردوستانه ویزو دوسیې په بېړني او شفاف ډول وڅېړي او د ویزې د بهیر په اړه روښانه معلومات او مشخص مهالوېش وړاندې کړي. دغه سازمان همدا راز د رسنیو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د دغو خبریالانو د خوندیتوب او چټک لېږد لپاره خپلې هڅې پیاوړې او ګړندۍ کړي. امسو ټینګار کړی، چې د بیان ازادي، معلوماتو ته لاسرسی او د خبریالانو خوندیتوب ګډ نړیوال ارزښتونه دي او هېڅ خبریال یا د رسنیو کارکوونکی باید د خپلې مسلکي دندې د ترسره کولو له امله له نامعلوم برخلیک او ګواښ سره مخ نه شي.



