سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

‏د نړۍ مشرانو د روژې په مناسبت مسلمانانو ته د سولې او يووالي پیغامونه ورکړي

روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د نړۍ یو شمېر مشرانو مسلمانانو ته د مبارکۍ پیغامونه استولي او دا میاشت یې د تفکر، مهربانۍ او یووالي فرصت بللی دی. د سعودي عربستان له رسمي اعلان سره سم نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د رمضان المبارک لومړۍ ورځ ټاکل شوې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې روژه د روح د نوې کېدو، دعا او د خدای د نعمتونو د قدر کولو وخت وباله او هیله یې وښوده چې دا میاشت دې نړۍ ته د سولې او برکت زېری راوړي. د برېتانیا پاچا چارلس درېیم او لومړي وزیر کې‌یر سټارمر هم مسلمانانو ته مبارکي ویلې او دا میاشت یې د یووالي او هیلو وخت یاد کړی دی. د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني روژه د تفکر او دعا فرصت بللی، او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل پیغام کې ویلي چې دا میاشت باید د جګړو، لوږې او بې‌ځایه کېدو له امله ځپل شویو خلکو لپاره د خواخوږۍ او ملاتړ پیغام تازه کړي. همدارنګه، د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي او د لندن ښاروال صادق خان هم روژه د کلتوري تنوع، بښنې او مینې میاشت بللې ده.

- Advertisment -spot_img