د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف خبر ورکړی،چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه نن چهارشنبه متحده ایالتونو اوکراین او روسیې سره د درې اړخیزو خبرو درېیم پړاو ترسره کړه. دغه خبرې د سویس په کوربهتوب ترسره شوې. سټیو ویټکاف ویلي، امریکا د اوکراین جګړې دواړه لوري سره راټول کړي او خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی. هغه نن چهارشنبه د دلوې ۲۹ / فبروري ۱۸ پر اېکسپاڼه لیکلي: «موږ ویاړو چې د هغه تر مشرۍ لاندې د دې خونړۍ جګړې د درولو لپاره کار کوو.» د امریکا استازي زیاته کړې چې دواړو لورو هوکړه کړې، څو خپل مشران به د پرمختګونو په اړه خبر کړي او د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا داسې مهال دی، چې تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کییف او مسکو ترمنځ د جګړې د حل لارې موندلو په هڅه کې پرې ناعادلانه فشار واردوي.



