چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له افغانستانه د ترهګرۍ او وسله والو ګواښونو په اړه د پاکستان او روسیې ګډې اندېښنې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په اسلام آباد کې د روسیې له سفیر آلبرت خوریف، سره د افغانستان د امنیت، ترهګرۍ او د وسله‌والو ډلو د ګواښونو په اړه مفصلې خبرې کړې دي. هغه په ټولنیزه شبکه / ایکس ویلي، چې دواړو لورو د ګډو امنیتي اندېښنو د حل لپاره د دیپلوماټیکو هڅو د همغږۍ پر سر هم خبرې وکړې. پاکستان په څلونو ویلي چې وسله‌والې ډلې په افغانستان کې د دې هېواد او سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي او ځینې بریدونه د پاکستان پر خاوره له افغانستانه پلانېږي. داسې راپورونه هم شته، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې په تېرو څو میاشتو کې د امنیتي مسایلو له امله خړې پړې شوي او ځینې سرحدي لارې خو څلور میاشتې کېږي چې بندې دي. له دې وړاندې روسیې هم افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو ټینګار یې کړی و، چې له طالبانو سره د همکارۍ له لارې به د دې ستونزو د حل هڅې جاري ساتي.

- Advertisment -spot_img