غزني کې د کابل ـ کندهار پر لویهلار د ټرافیکي پېښې له امله ۵ تنو خپل ژوند بایللی او يو بل ټپي شوی دی. غزني کې د طالبانو تر ولکې لاندې د امنیې قومندانۍ وياند خالد سرحدي نن سېشنبه د دلوې ۲۸ / فبروۍ ۱۷ ویلي، پېښه نن سهار د آببند ولسوالۍ «البدر» سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویهلار د يو باروړونکي او مسافر وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. ښاغلی سرحدي زیاتوي، دغه پېښه د موټرچلوونکو بېاحتياطۍ په دلیل رامنځ ته شوې. د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د کابل ـ کندهار پر لويهلار ټرافیکي پېښې په څرګند ډول زياتې شوي دي.



