الجزیرې راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا د غیر مستقیمو خبرو دوهم پړاو نن د سهشنبې په ورځ ژنیو کې پای ته ورسېد. ایران ټینګار کړی، چې یوازې د خپل اټومي پروګرام د محدودولو په اړه د بندیزونو په بدل کې خبرې کولو ته حاضر دی او د نورو غیر اټومي موضوعاتو سره موافقه نه کوي. په دې پړاو کې، عباس عراقچي د بدر بن حمد البوسعیدي په منځګړیتوب د امریکا له استازو، چې په کې سټیو ویتکاف او د ډونالد ترمپ زوی جارډ کوشنر، شامل و، خبرې وکړې. امریکايي چارواکو غوښتل چې خبرې نورو موضوعاتو ته وغځېږي، لکه د ایران د وسلو ذخیره، خو تهران دې ته حاضر نه و او د یورانیمو تولید باندې هېڅ بندیز ته غاړه نه اېښوده. له دې پړوا څخه یوه ورځ مخکې عراقچي د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې رئیس رافائل گروسي سره وکتل او له اټومي کارپوهانو سره یې «ژورې فني خبرې» وکړې. ورته وخت کې، د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي ویلي چې امریکا د اسلامي جمهوریت د له منځه وړلو توان نه لري. راپورونه وايي، چې تهران یوازې د اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې د بندیزونو د لغوه کولو سره علاقه لري او د موشکي پروګرام د درولو او د یورانیم تولید د بنديزونو په اړه د امریکا غوښتنې نه مني. ډونالد ټرمپ هم مخکې ویلي وو، چې ایران «د موافقې غوښتونکی دی» او هغه په غیرمستقیم ډول په خبرو کې دخیل دی.



